د میدانوردګ محلي مسوولان وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالي کې د «چک برښنا بند» څېرمه د سیلانیانو او تفریح کوونکو لپاره هوټل جوړېږي.
د دغه ولایت له مقام څخه سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد هوټل د جوړېدو لپاره رسما سروې د «هوټلونو د امارتي شرکت» د مسلکي ټیم لهخوا پيل شوې او ټاکل شوې چې په دې سیمه کې به د ودونو تالار، رستورانت او هوټل ترڅنګ د سیمې خلکو او سیلانیانو لپاره ګڼې نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.
د یاد ولایت اوسېدونکي او یادې ولسوالي ته د تفریح لپاره ورتلوونکې سیلانیان هم خوښ دي چې د چک برښنا بند ته څېرمه د سیلانیانو لپاره مجهز هوټل جوړېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دوي ټینګار کوي چې چک ولسوالي د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره د پام وړ او مناسب ځای دی او سرپرست حکومت باید دغې سیمه کې سیلانیانو ته د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړي.
هېره دې نه وي چې د چک ولسوالي بند ته څېره د وخت ولسمشر محمد ظاهرشاه په وخت کې دغلته هوټل جوړ شوی و چې د جګړو پرمهال لهمنځه تللی او اوس یې حتی نښې هم نه لیدل کېږي.