د فراه ښار په څلورمه ناحيه کې د احمدشاه بابا په تفريحي پارک کې يو ورزشي جمنازيوم د ۱۹ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ او په رسمي توګه ګټېاخيستنې ته سپارل شوی دی.
د فراه ښاروال، سردار محمدمرصاد، وايي چې دغه جمنازيوم د فراه ښاروالي له لوري پر یو جریب ځمکه جوړ شوی دی.
د نوموړي په وينا، دا ورزشي تالار ۵۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره پلنوالی لري او په يو وخت کې د ۱،۵۰۰ نندارچيانو د ځایېدو وړتيا لري.
ښاروال زياته کړه چې دا په فراه کې لومړنی دولتي جمنازيوم دی چې رسمي فعاليت پيلوي او موخه يې د ورزشي فعاليتونو پياوړتيا او ځوانانو ته د سالمو تفريحي اسانتياوو برابرول دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بل لور ته، د فراه د فوتسال کمېټې مسوول، حميدفراهي وايي چې دغه جمنازيوم د فوتسال او واليبال لوبو لپاره ډېر ګټور دی. هغه زياته کړه چې دامهال په فراه کې ټولټال ۱۰ جمنازيومونه فعال دي.
د سيمې اوسېدونکي هم د يادې ورزشي پروژې له پلېکېدو خوښي څرګندوي او دا د ځوانانو د ورزش ودې لپاره يو مهم ګام بولي.