د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د جرمني سفارت دویم سکرټر ټامس جورګن په خپل کور کې مړ موندل شوی دی.
پولیسو رسنیو ته ویلي چې نوموړی له دوو ورځو راهیسې خپلې دندې ته نهوو تللی او د لټون پرمهال په خپل کور کې مړ پیدا شوی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پولیسو په وینا، تراوسه د نوموړي د مړینې لامل نهدی روښانه شوی او په وینا یې، تر طبي معایناتو ورسته به یې، لامل څرګند شي.
ټامس جورګن د اسلاماباد په یوې خوندي سیمه کې ژوند کاوه او له امنیتي اړخه امنه سیمه بلل کېده.
پولیسو همداراز ټينګار کړی چې د جرمني له سفارت سره یې، یوځای د نوموړي د مړینې په تړاو ګډې پلټنې پیل کړي دي.