Asset 1SWN

لوګر کې د پنځو ولایتونو د ورزش‌کارانو ترمنځ د «فري‌فایټ» سیالي وشوې

۰۹۰۹

د لوګر  د بدني روزنې او ورزش ادارې مسوولان وایي چې د دغه ولایت په کوربه‌توب د کابل، پکتیا، خوست او میدان‌وردګ ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د «فري فایټ» یوه ورځنۍ سیالي وشوې.

د دغه ولایت بدنې روزنې او ورزش امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، دغه سیالي د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست له لوري په رسمي ډول په لاره اچول شوې وې چې د لوګر په ګډون د پنځه ولایتونو شاوخوا ۱۰۰ غوره لوبغاړو په‌کې ګډون کړی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نعیم‌زي زیاته کړه، له یادو سیالیو جوړېدو څخه یې موخه د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول، غوره همغږي رامنځته کول او فري‌فایټ سیالیو ته په لوګر کې وده ورکول دي.

بل‌خوا د لوګر مرستیال والي محمدانور دین‌پرور وویل، سپورت د ځوانانو لپاره ډېر مهم دی او سرپرست حکومت په ځانګړې توګه د لوګر ولایتي اداره هڅه کوي د ورزش برخه کې ځوانانو ته پراخې اسانتیاوې رامنځته کړي.

همدارنګه د فري‌فایټ سیالیو یوه لوبغاړي کریم‌الله سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دی چې د لوګر په کوربه‌توب د پنځه ولایتونو غوره لوبغاړو ترمنځ یوه ورځنۍ سیالي جوړې شوې وې.

هغه وړاندیز وکړ چې د بدني روزنې او ورزش اداره دې ورته سیالي د لوګر په ولسوالیو کې هم جوړې کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د هېواد په کچه د ۲۵ غوره لوبغاړو ترمنځ د فوتسال سیالي جوړې شوې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام