Asset 1SWN

سلام وطندار

کندهار کې د کورنیو تولیداتو ودې په موخه څلور ورځنی نندراتون جوړ شوی

نندارتون

په کندهار کې  د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو د ملاتړ او ودې په موخه ملي نندارتون جوړ شوی چې څلور ورځې به دوام وکړي.

 چارواکو په وینا، دې نندارتون کې بېلابېل کورني تولیدات او لاسي صنایعې په ۶۰ غرفو کې نندارې ته کېښودل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مشر شېرباز کمین‌زاده وايي، د دغه ډول نندارتونونو جوړول به د افغان تولیداتو لپاره نړیوال بازار پیدا کړي.

نوموړي زیاته کړه چې نندارتون به له درې تر څلور ورځو دوام وکړي او په وینا یې، د بېلابېلو ولایتونو پانګوالو او صنعت‌کارانو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړې دي.

نوموړي وویل: «دا شاوخوا ۶۰ بېلابېلې غرفې دي او شاوخوا ۶۰زره ډالر لګښت پر دې نندارتون راغلی او دا به له درې څخه تر څلور ورځو دوام وکړي. دلته د ولایتونو څخه پانګوالو او صعنت‌کارانو ګډون کړی. دا ډول نندارتونونه نړیوالو بازارونو ته د صادراتو لار خلاصوي. همدا اوس هم په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان وچې او تازه میوې ترلاسه کېدای شي.»

بل‌خوا د کندهار د صنایعو او کانونو خونې مشر سیدسروراغا اماني وايي، په دغه ولایت کې ګڼې تولیدي کارخونې فعاله دي. «کندهار کي په پراخه کچه تولیدات شروع دي او ګڼي تولیدي کارخوني فعاله دي؛ صنعت د انبیاوو میراث راپاته دی.»

د دغه نندارتون یوه ګډونوال محمدامین سلام‌وطندار ته وویل چې دا ډول نندارتونونه د ملي تولیداتو لپاره ډېر اړین دي.

د هغه په وینا، د نندارتونونو او رسنیزو تبلیغاتو اهمیت ته په کتو، زیاته کړه چې دا د ملي تولیداتو لپاره د بازارموندنې په برخه کې مهم رول لوبوي. «د اډول نندارتونونه د ملي تولیداتو لپاره ډېر اړین دي؛ همدا نندارتونونه او رسنیز تجارتي تبلیغات د ملي تولیداتو بازارموندنه کې مهم رول لري.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په همدې حال کې د یاد نندارتون یوشمېر صنعت‌کاران او ګډونوال بیا غوښتنه کوي چې ورته نندارتونونه دې په ولایتونو کې هم جوړ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام