Asset 1SWN

غزني کې یوه بنسټ ۱۰۰ یتیمانو او معلولانو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړې

حرفوي زده‌کړې

په غزني کې د معلولو کسانو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د حرفوي زده‌کړو په یوه مرکز کې د خیاطۍ، د چرګانو روزنې او د موبایلونو د ترمیم په برخه کې زده‌کړې ورکول کېږي.

اسماعیل چې په دغه مرکز کې د موبایلونو د ترمیم په برخه کې زده‌کړې کوي، وايي چې له دې لارې به د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابرې کړي. اسماعیل وویل: «نو دا درسونه کې اوس موږ الحمدالله اوس دوام ورکوو. دېر خوشحاله یو‌ او دېر تاثیر راباندې کری. مخ له درس نه، بیکاره و او اوس چې مونږ  ته د کار زمینه برابره شوه، ډېر خوښ یوو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

روح‌الله هم دغه مرکز کې د خیاطۍ پر زده‌کړې بوخت دی. دی وايي، خوښ دی چې په دغه رونیزو کورس کې یې ګډون کړی او په وینا يې، د حرفوي زده‌کړو له لارې کولای شي بازار کې کار پیدا کړي او د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.

نوموړي وویل: «مخکې له دې موږ په کورنیوچارو کې مالي ستونزې او نورې ستونزې درلودې، ځکه بیکار وم او کور کې مې زړه ډېر په تنګ و، اوس ډېر خوښ یم چې په‌دې موسسه کې زده‌‌کړې کوماو ستونزې مې تر یوه حده هوارې شوي.»

د «پرمختګ لپاره د مرستې» یا «اېچ‌اېچ‌‌ارډي» خصوصي بنسټ مسوولان وايي، دامهال غزني کې د دغه بنسټ په شپږ میاشتنۍ روزنیزه دوره کې شاوخوا ۱۰۰ معلولان، بې‌سرپرسته ماشومان او بې‌وزله ښځې په درېیو حرفو کې په زده‌کړو بوختې دي.

غزني کې د یاد بنسټ ولایتي مسوول مجیب‌الرحمن سادات وايي، هڅه کوي چې د دغه ولایت په ولسوالیو کې هم ورته روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.

نوموړي وویل: «دغه سنتر درې حرفې لري چې یو د چرگانو روزنې برخه ده چې په دې کې، زمونږ سره کونډې خویندې دي چې ۶۳ تعداد کې دي. ترحنگ یې د مبایل هاردویر برخه کې زده‌کره ده چې موږ سره ۱۸ یتیم شاگردان دي او ورسره خواکې معیوب او د معیوب ورثه دی او خیاطۍ برخه کې  ۱۶ شاگردان چې هغه کې هم یتیمان، معیوب او د معیوبو ورثه موږ سره په ‌دغه حرفو کې شامل دي.»

په همدې حال کې زبيراحمد احمدزى چې دغه روزنيز کورس کې زده‌کوونکو ته د موبايلونو د ترمیم زده‌کړه ورکوي وايي، د دې حرفو په زده‌کولو سره معلولان او بې‌سرپرسته ماشومان کولی شي چې ځان ته کار پیدا کړي او د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.

هغه وویل: «ان‌شاءالله چې دوی خپلو هدفونو ته رسېدونکي دي. دېر کم وخت یې پاتې  دی او له دې څخه انشاءالله نفقه پیدا کوي. ان‌شالله د انجنیر په نوم یادېږي. دوی به هم د ‌چا کم نه‌‌وي، خپلو هدفونو ته رسېږي او انشالله دوی به هم وشي کولای چې خپل بچیانو‌ لپاره او کورنۍ لپاره، حلاله نفقه پیدا کړي.»

د غزني د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولان د ماشومانو او بې‌وزله کسانو لپاره د کار پیداکولو په برخه کې د یادو بنسټونو د فعالیتونو هرکلی کوي او له خصوصي بنسټونو غواړي چې دې ته ورته پروګرامونه جوړ کړي.

د غزني د کار او ټولنیزو چارو ریاست مرستیال علي محمدمحمود سلام‌وطندار ته وویل: «د موسساتو ټول هغه کارونه چې د بې‌وزلو خلکو سره هرراز مرسته کوي، ډېره مننه او استقبال یې کوو. خصوصا د هغو‌ کارونو څخه ډېره مننه کوو چې خلکو ته حرفوي زده‌کړې ورکوي او د همېش لپاره د فقر او تنگدستي څخه خلاصوي. د موسساتو دغه ډول کارونه ډېر موږ او د استقبال وړ دی، نور هم باید دغه دول مرستو ته ډېره توجه وکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

معلولانو او بې‌سرپرسته ماشومانو تل له اسلامي امارت او همکارو موسسو غوښتنه کړې چې ورته د کاري فرصتونو زمینه برابره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام