Asset 1SWN

سلام وطندار

کندوز کې یوه ډاکټره وژل شوې

5cebdbbe-4fb3-4f70-bc74-0b14ee63ebde

د کندوز د امنیې قومندانۍ ویاند جمعه‌الدین خاکسار وویل، ناپېژانده کس د دغه ولایت امام‌صاحب ولسوالۍ کې یوه ډاکټره وژلې.

هغه نن وویل، پېښه د پنجشنبې په ورځ مازیګر مهال د امام‌صاحب ولسوالۍ څلورمه امنیتي حوزه کې شوې.

د ده په وینا، دغه ډاکټره هغه مهال ووژل شوه کله چې له خپل درملتون څخه کور ته تر رسېدو وروسته، د ناپېژانده کس له لوري پرې د چاقو ګوزارونه وشول.

د یادونې ده چې د پېښې په تړاو څېړنې پیل شوي، څو عامل یې ونیول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام