د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د «ارمین فارما» په نوم د درملو یوې تولیدي کارخونې مسوولان وایي، له نهو میاشتو راپهدېخوا یې په اتو میلیونو ډالرو پانګونه پیل کړې او اوس مهال یې تولیدي بهیر پراخ شوی دی.
د دې کارخونې عمومي مدیر، عبدالله رایان وایي چې دامهال په کارخونه کې ۷۸ ډوله درمل تولیدېږي او محصولات یې د افغانستان له ۳۰ څخه زیاتو ولایتونو ته لېږدول کېږي.
د ده په وینا، دا کارخونه د هېواد د درملو د تولید په برخه کې یو مهم ګام دی او د محلي اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د وارداتي درملو پر ځای د کورني تولید ملاتړ کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
رایان زیاتوي چې اوس مهال په دې کارخونه کې له ۶۰ ډېر کسان په بېلابېلو برخو کې کار کوي.
په ورته وخت کې د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس محمدناصر امین او د دې ولایت د درمل پلورونکو د اتحادیې مشر وایي چې د هرات صنعتي ښارګوټي درمل د نړیوالو معیارونو له مخې تولیدېږي او بازار ته وړاندې کېږي.
امین زیاتوي چې دامهال په ټول افغانستان کې ۱۰۵ تولیدي کارخونې د درملو په برخه کې فعالیت لري چې د هېواد د درملو په ځانبسیا کې مهم رول لوبوي.