Asset 1SWN

لوګر کې په اووه میلیونه افغانیو د څښاک اوبو  یوه شبکه جوړېږي

IMG-20240125-WA0011

لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي، د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې/UNICEF له لوري د ازرې ولسوالي په «منګل درې» سیمه کې د اووه میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې.

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله نائب‌خېل سلام‌وطندار ته وویل، یاده شبکه د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/UNICEF له لوري د شپږو میاشتو په ترڅ کې جوړېږي چې له بشپړیدو سره به یې ۵۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو څخه برخمنې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، یادې شبکې ته د څښاک پاکو اوبو دوه لوې ذخیرې، ۱۱زره متره پايپ غځول او دغه‌راز ۱۵۲ د اوبو نل‌لیکې جوړول شامل دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د ازرې ولسوالي اوسېدونکي هم خوښ دې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې/UNICEF له لوري ورته د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه جوړېږي، خو دوي ټینګار کوي چې د څښاک پاکو اوبو ورته شبکې دې د دغه ولایت په لرو پرتو ولسوالیو کې هم جوړې شې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام