Asset 1SWN

لوګر کې په پنځه میلیونه افغانۍ د څښاک اوبورسونې شبکه جوړه شوه

1dd2e4ed-90eb-494c-92d5-efb726932db5

د لوګر کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي چي د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري په بره‌کي برک ولسوالي کې د څښاک پاکو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې.

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله ناېب‌خېل سلام‌وطندار ته وویل، د څښاک پاکو اوبورسولو دغه شبکه د بره‌کي برک ولسوالي په «مومند» کلي کې د (UNICEF) له لوري د ۹ میاشتو په ترڅ کې د شاوخوا ۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړه شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نایب‌خېل زیاته کړه، د یادې شبکې له پرانیستې سره سم، شاوخوا ۲۵۰ کورنیو ته په مستقیم ډول او ۳۰۰ کورنیو ته په غیرمستقیم ډول د څښاک پاکو اوبورسولو اسانتیا برابره شوه.

هغه همدارنګه وویل: «د څښاک پاکو اوبو دغه شبکې لپاره یوه ژوره څاه، ۱۰ تختې سولر، د اوبو یوه لویه ذخیره، د هستوګنې کورنو ته ۳ زره متره پايب غځول، ۹۰ د اوبو نلکۍ نصبول شامل دي او سلګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې د ( (UNICEF له لوري په مرکز پل‌علم او یوشمېر لروپرتو ولسوالیو کې ۶ د څښاک پاکو اوبو رسولو نورې شبکې هم تر کار لاندې دي چې له پرانیستې سره به یې زرګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام