Asset 1SWN

د پکتيا «مرکزي زندان» کې مشاعره جوړه شوه

088b392c-8fa7-43cc-9abd-46ee7a87da00

پکتیا کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکزي زندان کې د زندانيانو تفرېح لپاره مشاعره جوړه شوې. یاده مشاعره چې بېګاه «یکشنبه، وږي ۲۵مه» جوړه شو وه، ګڼو شاعرانو، ليکوالانو او عامو خلکو په‌کې ګډون کړی وو.

د پکتيا د مرکزي زندان رییس مولوي سهيل سعيد وويل چې له دا ډول مشاعرو جوړولو يې موخه د زندانيانو لپاره تفريح برابرول دي. هغه زیاته کړه، دا ډول پروګرامونو جوړول کولای شي، د زندانيانو له ذهنو څخه د زندان اغېزې له‌منځه یوسي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وويل: «تاسو خپله مشاعره وليده چې ډېره په خوند ترسره شوه نو دا ډول مشاعرې څخه يو هدف د زندانيانو لپاره تفريح ده او بل دا ډول پروګرامونو ته علما راځي اصلاحي بيانونه کوي.»

مشاعرې ته راغلیو يوشمېر شاعرانو د افغانانو سرښندنو ته ځانګړي ليکل شوي شعرونه ولوستل او ځینو نورو ازاد غزلونه ترنم کړل چې مشاعره يې لا رنګينه کړه.

زندانيان هم خوښ دي چې د تفريح  لپاره ورته دا ډول پروګرامونه برابريږي. يوه زنداني رحمان‌الله وويل چې د زندان دننه دا ډول مشاعرې د زندانيانو د رواني او ذهني فشار کمولو کې مرسته کوي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړي همداراز ټينګار وکړ چې په زندان کې ورته د ديني او عصري زده‌کړو ترڅنګ حرفوي زده‌کړو زمينه هم برابره شوې. دا دویم ځل دی چې پکتيا زندان کې دا ډول مشاعره جوړېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام