د چاپېریال ساتنې ملي ادارې یو پلاوی د اقلیمي بدلون په ۲۹مه کلنۍ غونډه «کاپ۲۹» کې د ګډون لپاره اذربایجان ته تللی دی.
د یادې ادارې مشر مطيعالحق خالص د اقليمي بدلون په نړيوال کنفرانس کې د افغانستان د پلاوي شتون يو ښه فرصت ګڼي او وايي چې دغه پلاوی په دې ناسته کې د ګډون له لارې د اقليمي بدلون د منفي اغېزو پر وړاندې د افغانستان زيانونه تر نړیوالو رسولای شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مشر مطیعالحق خالص وايي: «موږ به هڅه وکړو چې د کاپ۲۹ کنفرانس سره سم د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتنې اړوند ننګونو او ستونزو په اړه موضوعات نړیوالې ټولنې سره مطرح کړي او د افغانستان د خلکو غږ ورورسوي.»
تر دې مخکې د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و، افغانستان د اقلیمي بدلون د بحرانونو د اغېزو له پلوه نړۍ کې شپږم ځای لري او سږ کال سېلابونو او وچکالۍ د دغه هېواد ټول ولایتونه اغېزمن کړي دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال د سېلابونو په پایله کې ۱۶۰ زره کسان اغېزمن شوي، ۲۰ زره کورونه ویجاړ شوي اوزرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې.
په همدې حال کې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) خبرداری ورکړی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به کابل ښار د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.
یونېسف زیاته کړې چې د اقلیم د بدلون منفي اغیزې یو له هغو عواملو څخه ګڼل کېږي چې په لویو ښارونو په ځانګړې ډول کابل کې د ځمکې لاندې اوبو کچه د پام وړ کموي.
که څه هم افغانستان د شنو خونو د ګازو په اخراج کې لږه ونډه لري، خو د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیم د بدلون په وړاندې خورا زیانمنونکي دي.
د چاپېریال ساتنې یوشمېر کارپوهان وايي، د کاپ۲۹ په غونډه کې د اسلامي امارت د استازي حضور کولای شي نور هېوادونه د اقلیم د بدلون له اغېزو او دا چې افغانستان یې سخت اغېزمن کړي، خبر کړي او د مخنیوي لپاره یې د همکارۍ غوښتنه وکړي.
د چاپېریال ساتنې کارپوه سید محمد سلیمانخېل وویل: «نړۍ د کاپ۲۹ ناستې درشل کې ده او درېوو کلونو کې امارت دې ناستې ته نهوو بلل شوی او دې چارې منفي اغېزې لرلې چې دا کولای شي، د مرستو په جلبولو سره بشري ناورین راکم کړي او د اقلیمي بدلون ناوړه پایلو سره د مبارزې لپاره عامه پوهاوی ورکړي او د اقلیمي بدلون اغېزو په اړه نړیوالو پام راواړوي او افغانستان سره مالي او تخنیکي مرستې وشي.»
د چاپېریال ساتنې کارپوه مصطفی احمدزی وايي، د ناروغیو خپرېدل، پرلهپسې وچکالي، د ځمکې لاندې اوبو کمېدل، د طبیعي یخچالونو وییلې کېدل د اقلیم بدلون هغه پایلې دي چې افغانستان یې تر ټولو ډېر اغېزمن کړی دی.
نوموړي وویل: «افغانستان د اقلیمي بدلون اغېزو ځپلی، د ناروغیو خپرېدل، د وچکالي دوام، تر ځمکې لاندې د اوبو کچې ټيټوالی، د یخچالونو اوبهکېدل د اقلیمي بدلون له اغېزو دي او باید افغانستان له هغو مرستو برخمن شي چې دې برخه کې کېږي. د اسلامي امارت د استازي ګډون کولای شي اغېزمن واوسي او کولای شو چې خپل غږ د دې ناستې له لارې نړیوالو ته ورسوو.»
د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون نړيوال سازمان ۲۹مه کلنۍ غونډه (کاپ ۲۹) د دوشنبې پر ورځ (نومبر ۱۱مه) په اذربايجان کې جوړېږي چې څو ورځې به دوام وکړي. د سرپرست حکومت پلاوی به له درې کلن ځنډ وروسته په دې غونډه کې ګډون ولري.