Asset 1SWN

پاکستان کې د کمپیوټر بټرۍ چاودنې دوه کسان وژلي او اووه نور ټپیان دي

A laptop computer is seen bursting into flames.  Could be from visiting too many hot internet sites. Concept could also be....don't over heat your computer...hot fingers....too much use causes excessive heat...burning up the internet...deleting files...a hot selling computer...watching too many cooking shows...you're fired.....etc

د پاکستان په پنجاب کې پولیس وايي چې په فیصل‌اباد ښار کې د کمپیوټر بټرۍ د چاودنې له امله د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د پاکستان جیونیوز رسنۍ د ژغورونکې ډلې له قوله ویلي چې د بټرۍ چاودېدو وروسته اورلګېدنه رامنځته شوې چې پرمهال یې د یادې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او اووه نور ټپیان شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ژغورونکې ډلې ویلي چې پېښه کې ورور او خور خپل ژوند له لاسه ورکړی او نور اووه کسان ۵۰ تر ۶۰سلنه سوځېدلې دي.

په ټپیانو کې پنځه ماشومان او دوه مېرمنې شاملې دي.

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې یوه اوونۍ وړاندې په یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله ۱۱ نویو زېږدلو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د پنجاب اعلا وزيرې مريم نواز تر دې پېښې وروسته د ماشومانو په مړينه خواشيني څرګنده کړې او د غمځپلو کورنيو سره يې د خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګند کړي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړې په پېښه کې ټپیانو ته د غوره درملنې او اسانتیاوو برابرولو امر کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام