Asset 1SWN

سلام وطندار

زابل کې په ۳۰۰زره ډالرو یو ټولنیز مرکز جوړېږي

54286f67-78bf-4f5c-804f-5ce5a47a7b2d

د زابل په مرکز کلات ښار کې په ۳۰۰زره امریکايي ډالرو د یوه ټولنیز مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.

د دغه مرکز د جوړېدو لګښت د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري یا «UNHCR»  ورکوي او چارې به یې، د لسو میاشتو په ترڅ کې بشپړې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ولایت محلي مسوولان وايي چې دغه ټولینز مرکز کې بېلابېلو ورزشي لوبغالو، تفریحي پارکونو، تالارونو او ځینې نور ټولینز تاسیسات په پام کې نیول شوي دي .

د زابل والي ویاند صدیق‌الله وثیق وویل: «دا لومړی ځل دی چې کلات ښار کې داسې یوه مهمه پروژه پیلېږي چې ټول ولس او ټول ښاریانو ته اهمیت لري. د دې پروژ مالي ملاتړUNHCR  موسسې په مالي ملاتړ ترسره کېږي. دا پروژه احاطوي دیوال، دغونډو تالار، د ټولو ورزشونو لپاره میدانونه، تفریحي پارکونه او ځینې نور اړین تاسیسات لري.»

بل‌خوا د مرکز کلات ښار یوشمېر اوسېدونکي د ورته پروژو پلې‌کول، ګټور بولي او په وینا یې، مرستندویه بنسټونه باید دې برخې ته پام وکړي.

د زابل اوسېدونکي خان وویل: «زه ډېرخوښ یم چې د زابل ولس ته خدمت ترسره کېږي. دا پروژه زموږ لپاره د یو نعمت غوندي ده. زموږ غوښتنه دا ده چې دې ورته نورې پروژې هم پلې شي، ځکه د زابل خلک ډېر ستړې دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم دغه ولایت کې ورته رغنیزې پروژې پلې شوې چې د یاد ولایت اوسېدونکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام