Asset 1SWN

سلام وطندار

مزارشریف ښار کې یو سوداګریز مرکز پرانیستل شوی

IMG-20251027-WA0031

د بلخ محلي چارواکي وایي، په مزارشریف ښار کې د ۲۴۷ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت یو سوداګریز مرکزجوړ شوی دی.

د مزارشریف ښاروالي سکتوري رییس احمد جاوید مایار وایي، دا تجارتي مارکېټ چې د درې جریبه څخه په زیاته ځمکه جوړ شوی، نن دوشنبه، د لړم پنځمه، پهرسمي توګه ګټې‌اخستنې ته سپارل شوی.

یاد سوداګریز مرکز چې «مزارمال» نومېږي، د حضرت علي کرام‌الله وجهه ته منسوب زیارت ته نږدې جوړ شوی او ۲۰۰ معیاري دوکانونه لري.

مایار زیاتوي: «ټولې اسانتیاوې د نړیوالو معیارونو او مناسب انجینري په بنسټ رامنځته شوي دي. دا پروژه به د ښار ښکلا، د سوداګرۍ پراختیا او د کاري فرصتونو په زیاتېدو کې مهم رول ولوبوي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


یوشمېر هټۍ‌وال چې په دغه مرکز کې فعالیت کوي، د اسلامي امارت له هڅو خوښي څرګندوي او وایي، د سوداګرۍ لپاره د مناسب چاپېریال برابرول د خلکو په اقتصادي پرمختګ کې مرسته کوي.

یاسیني چې په دغه مرکز کې دوکان لري، وایي: «دلته دوکانونه ډېر معیاري او مناسب جوړ شوي دي. کله چې موږ خپله سوداګري پیل کړو، کولی شو خپلې کورنۍ ته ښه ژوند برابر کړو او د هېواد په اقتصادي وده کې هم ونډه واخلو.»

د یادونې وړ ده چې د دغه سوداګریز مرکز ځمکه د مزارشریف ښاروالي پورې اړه لري او د یوه خصوصي پانګه‌وال په مالي ملاتړ جوړ شوی چې د ۳۰ کلونو لپاره ورسره تړون شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام