Asset 1SWN

سلام وطندار

افغانستان کې ښاري‌بس موټر تولید شو

0000000000000000009

د سرپرست حکومت مرکزي ویاند پر خپله اېکس‌پاڼه د دغه « ښاري بس» انځور په خپرولو سره لیکلي چې افغانستان کې نوی ښاري‌بس تولید شوی دی.

ذبېح‌الله م‌جاهد نن پنج‌شنبه، تلې ۲۶مه پر خپله‌اېکس‌پاڼه همداراز لیکلي چې له دغه ښاري‌بس څخه به د ښاري خدمتونو لپاره ګټه واخیستل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه لیکلي: «الحمدلله دا د افغانستان کورنی تولید دی چې ډير ژر به یې په اړه افتتاحیه مراسم هم ترسره شي. افغانستان د خودکفايۍ او پرمختګ په لور ګامونه، ان شاءالله.»

له دې وړاندې د افغانستان د مسلکي او تخنیکي زده‌کړو ادارې په نوښت موټر جوړ شوی و چې قطر کې د موټرو یوه نندارتون کې هم نندارې ته وړاندې شوی و.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه موټر چې د یوه افغان په نوښت په ډېرو کمو امکاناتو جوړ شوی و، په نړیواله کچه د خبرونو سرټکی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام