د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي چې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو یو چکډېم جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارلی دی.
د لوګر د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس محمدقاسم راشد سلاموطندار ته وویل چې دغه چکډېم د ۵۰ مترو په اوږدوالي او درې مترو په لوړوالي د نهه میاشتو په موده کې د انکشافي قوا ادارې په کچه د خوړو نړیوال پروګرام/WFP په مالي لګښت د درې میلیونه او ۵۰۰زره افغانیو په ارزښت د مرکز پلعلم اړوند په شلک سیمه کې رغول شوی دی.
نوموړي دغهراز زیاته کړه چې پرانېستل شوی چکډېم ۱۳۰۰ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
راشد زیاتوي چې د دغه چکډېم د رغولو هدف د ځمکې لاندې اوبو زیاتوالی او له وچکالي څخه مخنیوی بلل شوی دی.
د دغې پروژې د تطبیق پر مهال شاوخوا ۶۰ کارګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې تېره ورځ د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي کابل کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې سرپرست حکومت متوازنې پراختیا ته ژمن دی او له همدې امله په ټولو ولایتونو کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت یو-یو چکډېم جوړوي.