Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردگ کې په ۱۳میلیونه افغانۍ د پېښو پرضد مبارزې ریاست ته ودانۍ جوړېږي

674e14a6-cbcc-4488-8af2-b267bcfb4e65

د میدان‌وردګ محلي مسوولان وايي چې وایي چې د  پېښو پر وړاندې مبارزې وزارت له لوري د دغه ولایت د پېښو پرضد مبارزې ریاست لپاره د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.

د دوی په وینا، یاده ودانۍ په درې پوړونو کې پر دوه جریبه ځمکه د راتلوونکو شپږو میاشتو په موده کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پېښو پرضد مبارزې وزارت سرپرست ملا نورالدین ترابي د یادې ودانۍ بنسټ ډبرې کېښودو مراسمو ته وویل، د هېواد په اته ولایتونو کې د طبیعي پېښو پرضد مبارزې ریاستونه ودانۍ لري او پاتې نورو ولایتونو کې په کرایه کورونو کې فعالیت کوي.

 هغه وویل، په پام کې ده چې په راتلوونکي یوه کال کې د هېواد په پنځه ولایتونو کې د پېښو پر وړاندې مبارزې ریاستونو ته ودانۍ جوړې کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

همدارنګه د میدان‌وردګ ولایت والي قاري بختیار معاذ وویل، د یادې ودانۍ له جوړېدو سره به د پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست کارکوونکو ستونزې هوارې شي او ولس ته به غوره خدمات وړاندې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام