Asset 1SWN

سلام وطندار

خوست کې په ۶۰ میلیونه افغانۍ د «ICU» لپاره ودانۍ جوړېږي

روغتیايي کلینیک-خوست

د خوست په ملکي روغتون کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د جدي پاملرنې څانګې (ICU) لپاره د ودانۍ جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د خوست ولايت مقام څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ‏د عامې روغتیا وزارت له لوري د خوست ولایت په ملکي روغتون کې د جدي پاملرنې څانګې (ICU) لپاره د ۶۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین عبدالولي حقاني له قوله راغلي چې د جدي پاملرنې څانګې د ودانۍ چارې په څه باندې ۶۰ میلیونه افغانۍ د عامې روغتیا وزارت په مالي لګښت جوړېږي چې د یوکال په موده کې به بشپړې شي.

خبرپاڼه کې د حقاني له قوله ویل شوي چې په یوشمېر ولسوالیو کې یې د جي‌ایچ په کچه د روغتونونو جوړولو چارې پیل کړي او دغه‌راز، پلان سره سم په ځینو سپینو ساحو کې د کوچنیو کلینیکونو جوړلو چارې هم روانې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي ټينګار کړی چې په ولسواليو او لرې‌پرتو سيمو کې د روغتيايي مرکزونو په جوړېدو سره به د خوست په ملکي روغتون د ناروغانو ګڼه‌ګوڼه کمه شي او د خلکو ستونزې به پر وخت او په اړونده نږدې روغتونونو او کلینیکونو کې حل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام