د غزني زوړ ښار؛ هغه سیمه چې د هستوګنې کورونه یې لوړ دیوالونه لري او د انسان ذهن له نن څخه سلګونه کاله وړاندې ژوند ته وړي.
د تاریخ پوهانو په وینا، دغه سیمه ۲۵۰۰ کلن تاریخ لري. سره له دې چې یاده سیمه د طبیعي پېښو له امله زیانمنه شوې؛ خو اوس هم د یوې پخوانۍ سیمې په توګه پاتې او پېژندل کیږي چې اوسېدونکي یې ډېر مېلمهپاله دي.
اقامحمد خوشهزاده چې د غزني یو له فرهنګي فعالانو څخه دی او د همدې سیمې د «میري» دروازې اوسیدونکی دی، له سلاموطندار سره مرکه کې د غزني د زوړ ښار د تېر او حال په اړه خوږې کیسې لري. هغه وايي، دغه سيمه درې دروازې، ۱۷ جوماتونه او څو نورې تاريخي برخې لري.
نوموړي وویل: «اوس د قلعت غزنین کې یوه لېسه او اوولس جوماتونه او ګذر دي چې یو یې، د تشیع او پاتې ۱۵ جوماتونه د اهل تسنین دي او یو جامع جومات دی. همداراز زوړ ښار کې یو خانقاه ده چې عالیه قادریه شریف او تصوفي حجرو ته منسوب دي چې د شاه نقشبند صاحب طریقې اړوند دی. دا زوړ ښار درې دروازې لري چې د میري یا کابل دروازې، کلنک دروازه او بازار دروازه چې تاریخونو کې د ګردېز دروازې په نوم هم یادېږي او شلنګر دروازې هم ذکر شوې.»
هغه ځانګړنه چې دغه سیمه د غزني له نورو برخو بېلوي دا ده چې اوسیدونکي یې ساده ژوند او د پخوانیو دودونو لهمخې ژوند کوي.
خوشهزاده د غزني په زوړ ښار کې د پخوانیو دودونو او فرهنګونو د ساتنې په اړه خبره کوي او وايي، د دې سيمې اوسېدونکي هڅه کوي چې په اوسني عصر کې د غزني زوړ فرهنګ وساتي او کلتوري جشنونه لمانځي.
نوموړی په ځانګړو ورځو کې د غزني د زوړ ښار د اوسېدونکو لهخوا د سمنک، دکچې او نورو نذرونو د نیولو په اړه کیسه کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «زوړ ښار کې په ځانګړې توګه د دیکچې نذر، د سمنک نذر، د امامها نذر دی چې خوږې وریجې او وریجې او شیدې پخېږي، ګاونډیان او چم راغواړي او په خوښۍ نذر پخوي او مېرمنو ترمنځ هم تقسیمېږي چې دا نورو سیمو کې کم لیدل کېږي.»
د غزني د زوړ ښار بله ځانګړنه چې د خلکو او سېلانیانو پام ځانته رااوړي د دې سیمې د خلکو ترمنځ مینه او مهربانۍ دي.
خو د یادې سیمې یوشمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته ځینې غوښتنې لري. د غزني د زوړ ښار اوسېدونکی خالد وايي: «دلته صمیمیت ډېر دی، ګاونډیان خپلو کې نېک او ښه دي، نه جګړه شته او نه هم شخړې؛ پښتانه، هزاره او تاجیک ټول یوځای ژوند کوي. نږدې ۲۵ کاله کېږي چې یوځای ژوند کوي او له دې ځایه چېرته نهدي تللي.»
د غزنې د زوړ ښار یوه بل اوسېدونکي عزیزالله سلاموطندار ته وویل: «غوښتنه مو دا ده چې دلته ګڼشمېر کورونه ویجاړ شوي او د خلکو اقتصادي وضعیت هم خراب دی، هغه کسان چې دلته ژوند کوي، که له ښار بهر ورته یوه یوه نمره ورکړل شي چې ښه ژوند وکړي.»
د غزني د زوړ ښار لرغونتوب او ځانګړې نقشې یې دغه ښار د غزني یو له ښو سیاحتي ځایونو څخه ګرځولی دی.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولان چې دغه سيمه کې د استوګنې د پخوانيو کورونو پر ساتنې ټينګار کوي او اوسېدونکو ته يې په عصري بڼه د جوړولو اجازه نه ورکوي وايي، دغه رياست هڅه کوي چې د دغې سيمې تاريخي څېره وساتي.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حمیدالله نثار سلام وطندار ته وویل: «د غزني اطلاعات و فرهنگ ریاست، پوره هڅّ کوي، څو د غزني زاړه شار یا شهر کهنه، پخوانۍ نقشه وساتي او هغه سبک او نقشه او جورشت که پخوا ترسره شوي وو، حفظ او ساتنه وکړي او د دې لپاره وخت ناوخت، نظارت کوي او هېڅ څوک ته اجازه نه ورکوي چې خپل سر کارونه ترسره کړي. بیا هم که خدای نخواسته کوم مشکلات وي، یا کورونه د تخریب سره مخ وي، د باستان شناسي د اصولو او قوانین سره سم هغه پخوانی سبک سره سم بیا دوی ته اجازه ورکول کېږي. د غزني ولس څخه هیله دا ده، څو د زاړه ښار او موږ رسم و رواج هغه پخوانی قدیمي رواج دی، د دې په ساتنه او د تاریخي ځایونو په ساتنه کې موږ سره پوره همکار واوسي.»
په زاړه معماري بڼه ښکلي کورونه او د غزني د «زوړ ښار» په شاوخوا کې د څو تاریخي برجونو شتون دې تاریخي سیمې ته ځانګړې ښکلا ورکړې ده. په دغه سیمه کې اوس شاوخوا درې سوه کورنۍ ژوند کوي.