که څه هم افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې د ښوونځیو بیاپرانېستلو ته په تمه دي، مرسل دلدار په خپل شخصي لګښت او هلوځلو نجونو ته ښوونیز مرکز جوړ کړ دی.
هغې له شپږو کلونو هلوځلو وروسته د ګنجینهیې بنیامین په نوم کابل کې لېسه جوړه کړې چې زرګونه نجونو ته د هیلو پر سمبول بدل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
۳۲کلنه مرسل دلدار د اقتصاد برخه کې لوړې زدهکړې کړي او هڅه یې وکړه چې د ځان او نورو نجونو لپاره د پرمختګ زمینه برابره کړي.
هغه وايي: «شپږ کاله کېږي چې د ګجینهيي بنیامین لېسه مې جوړه کړې. لومړی منځنی ښوونځی و او وروسته مو ښوونځی او لېسه کړه. د ښوونځي درلودل مې د کوچنيوالي هیله وه.»
نوموړې لومړی ۲۶۰ زدهکوونکو ته زدهکړې برابرې کړې وې، خو اوس وايي چې د زدهکوونکو شمېر یې، ۵۰۰ ته لوړ شوی او د کار پیل کې له ګڼو اقتصادي او کلتوري ستونزو سره مخ وه، خو دا ورته تسلیم نشوه او خپل مزل ته یې، دوام ورکړ.
مرسل دلدار وویل: «په دې لاره کې له ګڼو ستونزو سره مخ وم، د رژیم په بدلون سره مې د زدهکوونکو شمېر ښکته شو او وروسته مې بیا فعالیت پیل کړ، ښوونځی مې له ستونزو لرې کړ. اقتصادي، ټولنیزې او نورې ستونزې مې درلودې.»
مرسل ټینګار کوي چې دا لاره د هغې د کورنۍ او د هغه د خاوند له ملاتړ پرته ممکنه نه وه او د دوی ملګرتیا هغې سره د دې هدف په ترلاسه کولو کې مرسته کړې ده. «زما خاوند د ښوونځي په جوړولو کې ډېری وخت زما تر شا ولاړ و او تل یې زه هڅولم، زما کورنۍ، زما مور او پلار، زما وروڼو او خویندو هم په دې برخه کې زما ملاتړ کاوه.»
هغه وايي، غواړي چې د ښوونځي ترڅنګ مېرمنو ته کوچنی رسټورانټ هم جوړ کړي، څو هغوی هم پرمختګ وکړي.
هغې وویل: «راتلونکی پروګرام مې دا دی چې د ښوونې پر معیاري کولو کار وکړم، هر زدهکوونکي ته چې لېوالتیا لري، زمینه ورته برابره شي؛ څو هماغه برخه کې کار وکړي. همداراز غواړم چې ښوونځی په انسټیټیوټ او پوهنتون بدل کړم او ښځو ته یوه کافه جوړه کړم.»
د ښوونې او روزنې برخې کارپوه جمالالدین سلیماني ښوونیزه برخه کې د ښځو پر شتهوالي ټينګار کوي. «د ټولنې هره برخه کې د ښځو ونډه اړینه ده او په ځانګړې توګه ښوونه او روزنه کې ډېره مهمه ده. دې برخه کې د ښځو پانګونه مثبت اغېز لري او وضعیت به ښه کړي. د حکومت ملاتړ به هم د دوی د ودې او پرمختګ لامل شي.»
هېواد کې د نوي حکومت په راتلو سره ښځو ته د ښوونې برخه کې محدودیتونه رامنځته شوي او نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د تلو اجازه نهلري، خو مرسل دلدار په دې هڅې سره دا جوته کړه چې ټینګ هوډ کولای شي، ټول خنډونه لهمنځه یوسي او د بریاوو لوړو ته ورسېږي.