د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولان وايي چې د پکتيا د اريوبځاځي ولسوالي د سپينې شګې تفريحي سيمه کې د کتابونو او هنري تابلو ګانو نندارتون جوړ شوی چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
دغه نندارتون «پنجشنبه، غبرګولي ۳۱مه» جوړ شوی چې تر راتلونکې اوو ورځو به دوام ولري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ياد نندارتون له جوړولو څخه موخه د خصوصي خپرندويه ټولنو د چاپ شويو کتابونو د خرڅلاو لپاره بازارموندنه او ځوانانو کې د کتاب لوستنې دود پياوړتيا بلل شوې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معينيت اړوند د بیهقي رياست رييس عبدالعليم مفتي زاده د ياد نندارتون د پرانېستې پرمهال وويل، دغه نندارتون یې د دې لپاره دې سیمه کې جوړ کړی چې یادې سیمې ته له هر ځایه خلک ورځي.
د سپينې شګې سيمې ته ورغلي يو شمېر سيلانيان هم د کتابونو د نندارتون په جوړېدو خوښ دي. د اريوبځاځي ولسوالي يوه اوسېدونکي داود سلاموطندار ته وويل چې په دا ډول ځايونو کې د نندراتونونو جوړول ډېر ګټور دي.
د هغه په وينا چې يادې سيمې ته زرګونه سيلانيان ورځي چې له نندارتون څخه مثبت پيغام له ځان سره وړي. د نندارتون يوشمېر نورو ګډونوالو له حکومتي مسولانو غوښتنه وکړه چې دا ډول پروګرامونه زيات کړي.
د بیهقي د کتابونو خپرندويه رياست د مسوولانو په وينا، تېرکال کې يې د هېواد بېلابېلو سيمو کې د کتابونو ۱۷ نندارتونه جوړ کړي او روان کال کې به هم د عامه کتابتون په ګډه همکاري په ټولو ولايتونو کې دا ډول نندارتونه جوړ کړي.