په بلخ کې د پلاسټیکي بوریو او صنعتي تارونو د تولید یوه کارخونه د شاوخوا ۶ میلیونه ډالرو په لګښت جوړه او په رسمي توګه یې، خپل فعالیت پیل کړ.
دغه کارخونه د یوه خصوصي پانګهوال لهخوا د مزارشریف ښار د صنعتي پارکونو په سیمه کې پرانیستل شوې ده.
د پرواز ګروپ عمومي مشر، محمدعاصم انصاري، د کارخونې د جوړېدو موخه د ځوانانو لپاره د کارکولو زمینې برابرول وبلل او زیاته یې کړه چې د دغه کارخونې په فعالېدو سره نږدې ۲۰۰ کسانو ته دندې رامنځته شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
انصاري وايي چې دغه تولیدي کارخونه د پلاستیکي بوریو او صنعتي تارونو د تولید ظرفیت لري او کولای شي چې په یوه شپه او ورځ کې تر ۲۰ ټنه، تولیدات بازار ته وړاندې کړي.
بلخوا، د بلخ والي محمدیوسف وفا د کارخونې د پرانیستلو پرمهال د پانګهوالو د ملاتړ او تشویق ژمنه وکړه. هغه زیاته کړه چې د دې ډول تولیدي مرکزونو جوړېدل د هېواد د اقتصادي ثبات او د تولیدي سکتور د پیاوړتیا لپاره خورا مهم دي.
د کارخونې پرانیستل د ځوانانو د خوښۍ لامل شوي دي. یوشمېر ځوانان له پانګهوالو غواړي چې نورې کارخونې هم جوړې کړي، څو د کاري فرصتونو په زیاتېدو سره د کډوالۍ مخه ونیول شي.