Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتيا کې په پنځه ميليونه ډالرو د يوه روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې

IMG_5279

په پکتیا کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د متحده عربي اماراتو د حکومت له لوري د پنځه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د يوه روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې.

د مسوولانو په وينا، ياد ۱۵۰ بستريز روغتون پر ۲۵ جريبه ځمکه جوړېږي چې دوه ودانۍ لري او هره ودانۍ به څلورو پوړه وي او چارې به يې راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ياد روغتون چارو پيل مراسمو کې د پکتيا عامې روغتيا رییس ډاکټر معراج ګل عادل وويل چې ياد روغتون د جوړېدو ژمنه متحده اماراتو حکومت څه موده وړاندې د کورنيو چارو سرپرست سراج‌الدين حقاني ته یاد هېواد ته د سفر پرمهال کړې وه.

هغه دغه‌راز وويل چې د دې روغتون پر جوړېدو سره به د روغتيا برخه کې د خلکو ستونزې حل شي.

نوموړي وویل: «نن چې په ګردېز کې د ۱۵۰ بستريز روغتون چارو پيل مراسم دي، دا روغتون د متحده عربي اماراتو په مالي لګښت جوړيږي. دې روغتون جوړېدو ژمنه د کورنيو چارو سرپرست وزير سره ياد هيواد ته سفر پر مهال شوې وه.»

د ياد روغتون جوړولو ترڅنګ به د روغتون د فعاليتونو ټول لګښتونه هم په راتلونکې کې د متحده عربي اماراتو حکومت لخوا ورکول کېږي.

د روغتون چارو پيل غونډه کې د کورنيو چارو وزارت د سرحداتو رییس محمدشريف منګل وويل چې ياد روغتون د کورنيو چارو سرپرست په غوښتنه او د متحده عربي اماراتو په مالي لګښت جوړېږي.

بل‌خوا د ګردېز يوشمېر اوسېدونکي هم د روغتون د چارو پيل ته خوښي څرګندوي. د ګردېز يوه اوسېدونکي محب‌الله سلام‌وطندار ته وويل چې د ياد روغتون پر جوړېدو سره به روغتيا برخه کې د خلکو ستونزې حل شي.

هغه له نورو هېوادونو او بنسټونو غوښتنه وکړه چې د افغانستان د روغتيا برخې سره دې همکاري زياته کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پکتيا ولايتي مسوولان د معلوماتو له مخې، په راتلونکي پسرلي کې به يوشمېر ولسواليو کې د ولسوالي په کچه ۱۲ روغتونو جوړېدو چارې هم پيل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام