Asset 1SWN

سلام وطندار

د شاولي‌کوټ او میزانه ولسوالو ترمنځ ۴۲ کیلومټره سړک رغول کېږي

IMG-20250101-WA0064

د زابل د شاولي‌کوټ او میزانه ولسوالیو ترمنځ د ۴۲ کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې. دا پروژه د کلیو پراختیا ریاست په همکارۍ او د CAH موسسې او یونېسف په مالي ملاتړ پرمخ وړل کېږي.

که څه هم د پروژې مالي لګښت په اړه چارواکي څه نه‌وايي، خو ځايي خلک ورته خوښ دي. دغه پروژه به تر راتلونکو څلور میاشتو بشپړه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

«د میزاني ولسوال عبدالولي واقد وویل: «مهم سړک دی، خلک د ډېرو ستونزو سره مخ ول. دلته باران او سېلابونه ډېرکیدل، دا ټوله داسې پوټنه ځمکه وه، خلک د ډېرو ستونزو سره مخ ول، اوس الحمدالله د اسلامي امارت او وزیر صاحب په توجه باندې دا دی چغل اندازی کېږي، خلک ډېر خوشحاله دي، خلک ډېرهوسا کېږي. پخوا چې به مرکز کلات ته په ساعت کې رسېدل، اوس به دا په نیم ساعت کې رسېږي. میزانه ولسوالي کې سږکال دوه چک ډیمونه جوړ شوي او په درېوو نورو کار روان دی.»

د دغه پروژې یوه انجینیر عبدالواجد وویل: «یاد سړک چې ۴۲ کیلومټره دی، مکمل مسیر یی د میزاني ولسوالي د پاخه ډامبره بیا د شاولیکوټ تر ولسوالي پورې دی او د درېوو څخه تر څلورو میاشتو به بشپړ شي. کیفیت یی چغلي سړک دی او دا رقم به جوړ شې چې په اینده کې به د ډامبر کار ورته برابر شي. یاده پروژه چې د کلي او پراختیا ریاست تر چتر لاندې، CAH موسسې او یونېسف او همداسې د دوی د همکارانو لخوا تمویلېږي.»

بل‌خوا د سیمې اوسېدونکي وايي، د دې سړک پر جوړېدو سره به د دوی ډېری ستونزې هوارې شي. د دوی په وینا، پخوا به د لارو خرابوالي له امله ناروغان او مسافر ګڼو ستونزو سره مخ وو.

محمدنسیم وویل: «مشکلات خو تر دغه اندازه وله چې د مریضانو په سطحه د مسافرینو په سطحه داسیمه چې وله دایو ډیره پوټنه سیمه وله جغلينه علاقه وله غرني علاقه وله داسی مریضان به پیښ شول چې د کلي څخه به یی تر بازار پوري رسد نشوای کولای اوژوند بې د لاسه ورکړي.»

شریف‌الله وویل: «د دغه سړک سره به موږ ډېر هوسا شوؤ، الحمدالله ډېر شه کار دی، موږ ټول ډېر خوشحاله یوو چې دغه سړک جوړ شي، ډېر تکلیف وي او ډېر زحمت وي پخوا.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دې پروژې ترڅنګ په میزانه ولسوالي کې دوه چک‌ډیمونه جوړ شوي او په درېوو نورو باندې کار روان دی. خلک وایي، دا پرمختیايي پروژې به د دوی ورځنۍ ستونزې تر ډېره هوارې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام