Asset 1SWN

سلام وطندار

د هرات جامع جومات کې ۲۵۰ کاله پخوانۍ دروازه موندل شوې

23de621e-2d0c-4669-b615-64ec305bfffb

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت جامع جومات کې ۲۵۰ کاله پخوانۍ دروازه یې موندلې ده.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي ابداتو ساتنې مدیر محمدصدیق میر سلام‌وطندار ته وايي چې دغه دروازه یې پرون «چهارشنبه، چنګاښ ۲۷مه» د یاد جومات په ډيپو کې پیدا کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه همداراز وویل چې یاده دروازه د یاد جومات په نګارستان کې ثبت او ساتل کېږي. نوموړي همداراز ټينګار وکړ چې د دغه ولایت د تاریخي او فرهنګي اثارو ساتنه د دوی له لومړیتوبونو څخه دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي ابداتو ساتنې مدیر محمدصدیق میر په وینا، هرات د هېواد له لرغونو ولایتونو څخه دی چې څه باندې ۸۰۰ تاریخي ابدات لري او ځانګړی ځای لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام