Asset 1SWN

لوګر کې یو ۱۳کلن ماشوم د انسان‌تښتوونکو له منګولو ازاد شوی

20241001_121007

د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وایي چې د کشفي او استخباراتي مسوولانو په هڅو ایران ته تښتول شوی ماشوم له انسان‌تښوونکو ازاد شوی دی.

د دغه ولایت امنیه قومندان مولوي محمدالدین شاه محبت پل‌علم کې خبریالانو ته وویل، یاد ماشوم چې شاوخوا ۱۳ کاله عمر لري او په اصل کې د محمداغې ولسوالي «سفیدسنګ» سیمې اوسېدونکي دی، درې میاشتې وړاندې د پل‌علم له «هون‌سفلی» سیمې څخه نادرکه شوی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، یاد ماشوم انسان‌تښتوونکو ایران ته تښتولی و او له کورنۍ څخه یې د نوموړي د ازادولو په بدل کې سلګونه زره افغانۍ هم غوښتلې وې چې د امنیتي ځواکونو له‌خوا خوشې شوې دی.

مخبت زیاته کړه، د یاد ماشوم د اختطاف په تور دوه کسان هم نیول شوي دي.

د ازاد شوي ماشوم پلار محمد ظاهر وویل، زوی یې نعمت الله نومیږي او د پل علم له هونې سفلی څخه درې میاشتې وړاندې انسان‌تښتونکو ایران ته تښتولی و.

ده وویل، څو ځلې انسان‌تښتوونکو د ده زوی وهلی دی او د یاد زور زیاتي ویډيوګانې یې کورنۍ ته د دې په موخه رالېږلې وې چې د ازادېدو په بدل کې یې سلګونه زره افغانۍ په لاس راوړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ظاهر له امنیتي ځواکونو مننه وکړه چې زوي یې د انسان‌تښتونکو له منګلو ازاد کړ او ټینګار یې وکړ چې د پېښې اصلي عامیلینو ته دې سخته سزا ورکړل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام