Asset 1SWN

لوګر کې راستانه شویو ته پر دوه زره جریبه ځمکه ښارګوټی جوړیږي

لوګر- چوک

د لوګر د کور او ښار جوړولو رییس مولوي مطیع‌الله «زاهد» سلام‌وطندار ته وويل چې د دغه ولایت د مرکز پل‌علم اړوند د «اشنفور» په سیمه کې د بېرته راستنېدونکو لپاره د دویم ښارګوټي د جوړېدو په موخه د ځمکې ټاکنه او کروکي سروې ترسره شوه.

د نوموړي په وینا، د یاد ریاست د تخنیکي او انجینري ټیم له لوري څه باندې ۲زره جریبه ځمکه د راستانه شویو کډوالو لپاره د دویم ښارګوټی د جوړیدو لپاره ترسره شوه چې ډیر ژر به ورکې تازه راستانه شویو کډوالو ته د سرپناه ځمکه ووېشل شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د لوګر د کور او ښار جوړولو رئیس ټینګار وکړ، چې د دې ښارګوټي په جوړېدو سره به د اشنفور په سیمه کې سلګونو کډوالو او بېرته راستنېدونکو کورنیو ته د دایمي سرپناه اسانتیاوې برابرې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام