د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي چې له لبنان سره د «رېښتینې سولې» د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي.
نتنیاهو ویلي چې ایران او د هغه متحدین «د بقا لپاره جګړه کوي» او وروستیو جګړو د تهران اټومي او توغندیز پروګرامونه سخت زیانمن کړي دي.
هغه زیاته کړه چې دغو جګړو د ایران مشران او سیمهییز متحدین هم کمزوري کړي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې، د لبنان د ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی چې متحده ایالات به د لبنان او اسراییل ترمنځ د خبرو منځګړیتوب کوي او لومړۍ رسمي ناسته به د راتلونکې سهشنبې پر ورځ په واشنګټن کې د دواړو هېوادونو د سفیرانو په ګډون وشي.
د اسراییل سفیر په واشنګټن کې هم تایید کړې چې اسراییل د سولې د رسمي خبرو د پیل او د اوربند په اړه د بحث سره هوکړه کړې، خو د حزبالله موضوع به په دې خبرو کې شامله نهوي.