Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسراییلو غبرګون؛ د پاکستان دفاع وزیر خپل پوسټ ډیلیټ کړ

paks-khawaja-asif-meets-pm-to-discuss-trumps-angry-tweet-reports

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمداصف، پر خپله اېکس‌پاڼه د اسراییلو پر ضد کړی پوسټ ډیلیټ کړی دی.

هغه په دې پوسټ کې اسراییل د «بشریت لپاره لعنت» بللی و.

راپورونه ښيي چې دا پیغام د اسراییلو له سخت غبرګون وروسته لرې شوی دی. د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر د نوموړي څرګندونې د نه منلو وړ بللې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر په خپل ټولنیز پیغام کې ویلي: «دا ډول څرګندونې د هېڅ حکومت له‌خوا د زغم وړ نه دي، په ځانګړي ډول له هغه هېواده چې ځان د سولې بې‌طرفه منځګړی بولي.»

خواجه محمداصف په خپل یاد پیغام کې چې پر ایکس (پخوانی ټویټر) خپور شوی و، اسراییل تورن کړی و چې په منځني ختیځ کې بې‌ګناه خلک وژني.

هغه لیکلي و: «لومړی غزه، بیا ایران، او اوس لبنان، وینه تویېدنه لاهم پرته له درېدو دوام لري.»

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام