Asset 1SWN

سلام وطندار

هند له افغانستان سره درې ټُنه بشري مرسته کړې

UqiDRqw6TIJyoWuBpxboSYjZIYhozW-meta2YjbjNioLmpwZw==-

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وايي چې د هند له لوري درې ټُنه بشري مرسته یې ترلاسه کړې ده.

د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې ۳۰۰ روغتیايي کېټونه، ۵۰ د پخلنځي کېټونه، ۴۹۵ بسترې او ۱۶۵ ترپالونه شامل دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


یادې ادارې د هند له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي چې دا مرسته به د سختو حالاتو پرمهال د زیانمنو کورنیو د وضعیت په ښه کولو کې مهمه ونډه ولري.

چارواکي زیاتوي چې دا مرستې به له سروې وروسته د سېلاب‌ځپلو او مستحقو کورنیو ترمنځ په شفاف او عادلانه ډول ووېشل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام