Asset 1SWN

سلام وطندار

د عامې روغتیا وزارت تېرکال شاوخوا ۹۰ میلیون موارده خدمات وړاندې کړي

روغتیايي خدمات وړاندې کول

د عامې روغتیا وزارت تېر لمریز کال کې شاوخوا ۹۰ میلیون موارده روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

نن د اپرېل ۷مه د روغتیا نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، د عامې روغتیا وزارت مسوولانو د سې‌شنبې په ورځ له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل، په ټول هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا هڅې روانې دي او په همدې موخه په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له ۴۰۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه جوړ شوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امیرخېل وایي، په تېر لمریز کال کې د افغانستان په روغتونونو کې شاوخوا ۹۰ میلیون موارده خدمات وړاندې شوي.

«دغه وزارت هڅه کوي چې د افغانستان ټولو وګړو ته معیاري او باکیفیته روغتیايي خدمات ورسوي. د ولسوالیو په کچه د شاوخوا ۳۱۸ عامه روغتونونو د جوړولو چارې پیل شوي، د نږدې ۱۰۰ روغتونونو قرارداد هم شوی او کارونه یې روان دی. همداراز د ۲۰۰ نیمګړو پروژو لپاره بودیجه برابره شوې او ډېری کارونه یې ترسره شوي. تېر کال شاوخوا ۹۰ میلیون OPD  خدمات وړاندې شوي.»

دې سره، کابل کې یوه خیریه بنسټ د روغتیا نړیواله ورځ ونمانځله.

د رحمان‌الله ګربز خیریه بنسټ مسوول عنایت‌الله وویل، دوی ۳۰۰ کسانو ته د عمومي داخله ناروغیو، سترګو، جلدي ناروغیو، د وینې معایناتو او د درملو وېش په برخو کې خدمات وړاندې کوي.

«نن د اپرېل ۱۷مه د روغتیا نړیواله ورځ ده، موږ له ۳۰۰ څخه زیاتو کسانو ته وړیا روغتیايي خدمات وړاندې کوو. د داخله ناروغیو، سترګو معایناتو، د وینې ازموینو او د درملو وېش په برخو کې خدمتونه وړاندې کېږي او همداراز ۲۰۰ زده‌کوونکو ته طبي کټونه وېشل کېږي.»

اخوا، د کابل ښار اوسېدونکی عبدالحسین چې د خپلې عصبي ناروغۍ د درملنې لپاره یې دغه بنسټ مراجعه کړې، د عامې روغتیا وزارت څخه غواړي چې په لرې پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونه زیات کړي.

«زموږ غوښتنه دا ده چې په هر ځای کې بېوزلو خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې شي، ځکه خلک بې‌وزله دي او د درملنې لپاره کافي پیسې نه لري.»

د کابل بله اوسېدونکې روهینا چې د خپل ماشوم د درملنې لپاره دغه بنسټ ته ورغلې، وایي:

«نن مې خپل ماشوم د درملنې لپاره دلته راوستی، ځکه کافي پیسې نه‌لرو چې دولتي او یا هم خصوصي روغتونونو ته ولاړ شو. په دولتي روغتونونو کې هم بیل اخلي او پیسو ته اړتیا ده، موږ یې د ورکړې توان نه‌لرو.»

ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام افغانستان څانګې ویلي، هېواد کې د روغتیايي سیستمونو په پیاوړتیا سره یې له زیان‌منو کسانو ملاتړ کړی او د میلیونونو کسانو ژوند یې ژغورلی.

یاد بنسټ د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، افغانستان کې ناروغانو ته د اچ‌آی‌وي، نري رنځ او ملاریا اړوند خدمات وړاندې کوي.

همداراز، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف هم ویلي چې په تېر میلادي کال کې یې په افغانستان کې له ۲۰ میلیونو څخه زیاتو کسانو ته روغتیايي خدمات برابر کړي.

یونیسف د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت اعلامیه کې زیاتوي: «په افغانستان کې له ۲۰ میلیونو څخه زیاتو کسانو ته چې ۶۰ سلنه یې ښځې وې، د روغتیايي خدماتو د لاسرسي زمینه برابره شوې. دغه خدمات د نړیوال بانک او د اسیا د پراختیايي بانک په مالي ملاتړ وړاندې شوي.»

د یادونې ده چې د اپرېل اوومه نېټه په ۱۹۴۸ کال کې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د روغتیايي مسایلو په اړه د پوهاوي کچې لوړولو او پاملرنې راجلبولو په موخه، د روغتیا نړیوالې ورځې په نوم نومولې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام