په پنجشېر کې د زمردو د استخراج او پلور کچه لوړه شوې چې په تازه مزایده کې شاوخوا ۲زره او ۶۳۹ قیراطه استخراج شوي، زمرد د ۳ میلیونه او ۱۷۲زره او ۶۵۰ افغانیو په ارزښت پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي دي.
ځايي مسوولان وايي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په دغه ولایت کې د پانګونې او کانونو د استخراج زمینه برابره شوې او په وروستیو کلونو کې د قیمتي ډبرو، په ځانګړي ډول زمردو، استخراج د پام وړ زیاتوالی موندلی دی.
د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لټون نن سهشنبه، (وري ۱۸مه) ویلي چې په نننۍ مزایده کې د کانونو د ساتنې د کمېټې د باصلاحیته پلاوي په حضور او د سلګونو سوداګرو په ګډون، د زمردو دغه اندازه د قانوني پروسو له بشپړولو وروسته وپلورل شوه.
د نوموړي په وینا، سیمهییزه اداره ژمنه ده چې د کانونو استخراج به په فني او قانوني ډول کېږي او هڅه کوي له طبیعي سرچینو څخه د ملي ګټو لپاره اغېزمنه ګټه واخیستل شي.
همداراز مسوولان زیاتوي چې د پریان ولسوالي په مربوطاتو کې د سروزرو د کانونو نښې نښانې هم موندل شوي چې شاوخوا ۳۰ کیلومتره ساحه پوښي. د دوی په وینا، د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د دغه ساحې د ارزونې او احتمالي قانوني استخراج لومړني کارونه روان دي.
پنجشېر د هېواد له هغو ولایتونو څخه ګڼل کېږي چې د قیمتي ډبرو غني زېرمې لري. په وروستیو درېوو کلونو کې په دغه ولایت کې د کانونو، په ځانګړي ډول د زمردو د استخراج بهیر په څرګند ډول پراخ شوی چې د ځايي اقتصاد په پیاوړتیا، د ځوانانو د کارموندنې او د ملي عوایدو په زیاتېدو کې یې ونډه لرلې ده.
مسوولان ټینګار کوي چې د قانوني استخراج، شفاف مدیریت او هدفمندې پانګونې په دوام سره کولی شي د کانونو سکتور د پنجشېر د اقتصادي ودې او د بېکارۍ د کمېدو له مهمو ستنو څخه وګرځي.