د پکتيا د ډنډپټان او څمکنيو ولسوالیو قومي مشران وايي، له خپلې خاورې دفاع او پاکستان سره جګړې ته چمتو دي.
د پکتيا د ډنډپټان او څمکنيو ولسوالۍ قومي مشرانو نن چهارشنبه یوې غونډې ته وویل، پاکستان پرته له کوم دليل د افغانستان په خاوره تېری کړی او ملکي خلک يی په نښه کړي.
دوی وويل چې له خپلې خاورې دفاع ته چمتو دي او له اسلامي امارته یې غوښتنه وکړه چې ډيورنډ فرضي کرښه کې د پاکستان پر ضد جګړې لپاره دې اجازه ورکړل شي.
يو تن قومي مشر حاجي خيال څمکني وويل، پاکستان له تېرو ۵۰ کلونو راهيسې د افغانستان په چارو کې مداخله کوي او اوسني وخت کې يې د افغانستان په خاوره تېری کړی او ملکي خلک او کورونه په نښه کوي.
هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې خلکو ته اجازه ورکړي چې په ډيورنډ فرضي کرښه کې د پاکستان په ضد جګړه وکړي.
هغه د سيمې له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د پاکستان له توپونو او بريدونو له ويرې دې خپلې سيمې نه پرېږدي او بلکې د پاکستان په ضد دې وجنګيږي.
د ډنډپټان ولسوالي يو تن قومي مشر مامور هم په يادې غونډه کې وويل چې پاکستان د نورو په اشارو غواړي چې افغانستان کې ناروا او غیرقانوني جګړه کوي.
هغه دغه راز وويل چې که حکومت ورته اجازه وکړي، د خپلې خاورې ساتنې لپاره به په ډيورنډ فرضي کرښه کې د پاکستان پر ضد جګړه وکړي.