Asset 1SWN

سلام وطندار

هېواد کې د سېلابونو پرمهال ۱۴ کسانو ژوند بایللی

سېلابونه

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۴ کسانو ژوند بایللی او ۱۷ نور ټپیان شوي.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد وویل، دغو ولایتونو کې ۵۰ کورونه په بشپړه توګه او ۴۲۶ نور په جزوي ډول ویجاړ شوي.

هغه زیاته کړه چې سېلابونه په کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر، دایکندي، پکتیکا، خوست، لوګر، میدان‌وردګ، غزني، زابل، ارزگان، هلمند، هرات، غور، بلخ، سمنگان، جوزجان، بدخشان، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو کې راوتلي او زیانونه یې اړولي.

د مسوولانو په وینا، د سېلابونو پرمهال ۱۴۲۳ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۶ دوکانونه، ۲۳ د اوبو څاه‌ګانې او د اوبو رسولو شبکې او له ۲۰ څخه ډېرې سولري تختې هم ویجاړې شوي.

دوی همداراز وایي چې د سروې ټیمونه زیانمنو سیمو ته لېږل شوي او د قربانیانو په شمېر کې د بدلون احتمال شته.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام