Asset 1SWN

سلام وطندار

ستونزې او د هیلو څرک؛ افغان ښځې د کار او ځان‌بساینې نوې لارې پرانیزي

۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲

که څه هم په هېواد کې د ښځو لپاره وزګارتیا پر یوې جدي ننګونې بدله شوې، خو یوشمېرنوښتګرې مېرمنې هڅه کوي چې د خپلو لاسونو په زور نه یوازې خپل ژوند بدل کړي، بلکې نورو ښځو ته هم د کار او هیلو دروازې پرانیزي.

۲۵کلنه تفسیر برکي د کابل اوسېدونکې ده چې د ستونزو پر وړاندې یې تسلیمېدو ته غاړه نه‌ده ایښې. نوموړې څلور کاله وړاندې د «مودلین برنډ» په نوم د خیاطۍ او لاسي صنایعو کارگاه په انلاین بڼه جوړه کړه او ۱۰۰زره افغانۍ لګښت یې پرې وکړ او له تېر یوه کال راهیسې یې فعالیتونه حضوري بڼه هم غوره کړې ده.

د دې کارگاه دننه، د ستنو او تارونو ترمنځ یوازې کالي نه جوړېږي، بلکې د ژوند کیسې او هیلې هم ګنډل کېږي. دلته د ګنډافغاني جامو، موره‌دوزۍ، چپنونو، ښوونځي یونیفورمونو او بېلابېلو لاسي صنایعو تولید روان دی او دامهال شپږ مېرمنې په بېلابېلو برخو کې کار کوي.

تفسیر وایي: «په موره‌دوزۍ کې تولید زموږ د کارگاه تر ټولو ځانګړې برخه ده. هره جامه چې ډیزاین کېږي، یوه مېرمن ورباندې ورځې او شپې زحمت باسي. زما یو لوی هدف دا دی چې په راتلونکي کې لا ډېرو ښځو ته، په ځانګړې توګه هغو ته چې له ستونزو سره مخ دي، د کار زمینه برابره کړم.»

د دې کارگاه کارکوونکې هم له خپل کاره خوښې دي. دوی وایي چې همدا عاید د دوی د کورنیو د ملاتړ مهمه وسیله ګرځېدلې ده. صدف چې ۲۲ کلنه ده او د پروان ولایت اوسېدونکې ده، د موره‌بافۍ په برخه کې کار کوي.

هغه وایي: «موږ دلته لاسي تولیدات جوړوو چې هم په کورني بازار او هم بهرنیو بازارونو کې وړاندې کېږي. دې کار څو کورنیو ته د عاید زمینه برابره کړې او زموږ د ژوند وضعیت یې تر یوه بریده ښه کړی دی.»

د کارگاه بله برخه د مدیریت ده چې سعدیه یې پر غاړه لري. هغې لپاره دا کار یوازې د عاید سرچینه نه ده، بلکې د ذهني ارام یوه وسیله هم ده: «دا کار زما په ژوند ډېر مثبت اغېز کړی. تر هر څه مخکې، دا زما لپاره د ارام ځای دی. زه دلته ځان ښه احساسوم. تر څنګ یې، مالي خپلواکي مې ترلاسه کړې، چې په اوسني وضعیت کې ډېره مهمه ده.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا، شل کلنه صدف چې د کابل اوسېدونکې ده، د روزنې او څارنې په برخه کې کار کوي. هغه وایي چې دې کارگاه هغې ته یوازې عاید نه، بلکې مهارتونه هم ورزده‌کړي: «ما دلته دقت، ډله‌ییز کار، د وخت مدیریت او نور تخنیکي مهارتونه زده کړي دي. دا کار زموږ ژوند ته بدلون ورکړی.»

په ورته مهال اقتصادي کارپوهان هم د دغسې کوچنیو نوښتونو ارزښت ته اشاره کوي. عبدالظهور مدبر وایي چې کوچني کاروبارونه هم کولای شي د هېواد پر اقتصاد مهم اغېز ولري: «کوچني کارگاهونه لکه خیاطي، د کارموندنې سبب ګرځي. خلک عاید ترلاسه کوي، د پېرلو توان پیدا کوي او دا په بازار کې تقاضا زیاتوي چې په پایله کې اقتصادي وده رامنځته کېږي.»

سره له دې، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وایي چې دوی هڅه کوي د ښځینه متشبثینو، حکومت او تمویلوونکو بنسټونو ترمنځ د اړیکو پُل جوړ کړي.

د دې خونې غړې فریبا نوري وایي: «موږ هڅه کوو چې ښځو ته د کاروبار د ودې لارې هوارې کړو. د ۲۰۲۶ کال لپاره مو بېلابېل پروګرامونه پلان کړي دي، څو ښځینه متشبثین لا ډېر ملاتړ ترلاسه کړي.»

په ورته وخت کې، د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام د ۲۰۲۵کال راپور ښيي چې په افغانستان کې تر ۸۹زرو زیات کوچني کاروبارونو ملاتړ شوی چې له دې ډلې ۹۱سلنه یې د ښځو له لوري رهبري کېږي.

دا کیسې ښيي چې که څه هم لارې ستونزمنې دي، خو افغان ښځې لاهم د هیلو تارونه نه پرې کوي، بلکې په زړورتیا سره یې، تړي او د خپل راتلونکي لپاره نوې جامې ګنډي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام