د لبنان حزبالله ډله وايي چې د اسراییلو په شمال کې یې پر ګڼو سیمو راکټي او ډرون بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، نن یکشنبه، مارچ ۲۹مه، سهار مهال د اسراییلو په شمالي سیمو کې د لبنان حزبالله له لوري د توغندیو د احتمالي بریدونو له امله د خطر زنګونه (سیرینونه) هم غږول شوي دي.
حزبالله ویلي چې د دوی ځواکونو د سهار په ۵ بجو د میټولا ښارګوټی پر راکېټونو ویشتلی دی. همدارنګه د سهار په ۶:۲۰ بجو یې د شټولا کلي پر لور د راکېټونو بل برید کړی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دې ډلې دا هم ویلي چې د اشغال شوي جولان په لوړو کې یې پر یوه پوځي اډه د ډرون برید کړی او د سهار په ۶:۲۵ بجو یې د ګجهرکلي اړوند یوه سیمه هم په راکټونو ویشتلې ده.
تر اوسه د دغو بریدونو په اړه د اسراییلو رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.