Asset 1SWN

سلام وطندار

د ایران جګړه؛ د ناروې کډوالو شورا: افغان کډوال ډېر زیانمنونکي دي

ایران افغان کډوال ۳۴۵

د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې ایران کې د اسراییل او امریکا د بمباریو له یوې میاشتې وروسته، میلیونونه خلک د خوندیتوب په لټه کې دي.

دغې شورا نن جمعه د حمل ۷ / مارچ ۲۷ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ایران کې له څلور میلیون څخه ډېر افغانان تر ټولو زیان‌منونکو کې دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې ایران کې ډېری افغان کورنیو خپل د عاید یوازینۍ سرچینه له لاسه ورکړې، ځکه چې غیر رسمي کار له منځه تللی.

خبرپاڼه کې راغلي چې زیاتره افغان کورنۍ په هغو ښارونو کې ژوند کوي چې تر سختو بریدونو لاندې دي او دوی نه‌شي کولی وتښتي ځکه چې د تګ لپاره هیڅ ځای نه‌لري.

د ناروې کډوالو شورا همدارنګه ویلي چې د ایران جګړې له پیل راهیسې له ۳۵۰۰۰ څخه زیاتو افغانانو له ایران څخه افغانستان ته سفر کړی او ایران کې له یو میلیون څخه ډیر افغانان افغانستان ته د شړلو له خطر سره مخ دي.

د ناروې د کډوالو شورا زیاته کړې چې په ټول منځني ختیځ کې د امریکا، اسراییل او ایران بریدونو له امله ۲۷۰۰ کسان وژل شوي چې له نیمایي څخه ډیر یې په ایران کې دي.

د خبرپاڼې یوه برخه کې ویل شوي چې: «ملکي وګړي د دې جګړې لپاره تر ټولو لوړه بیه ورکوي. دا باید پایته ورسیږي. بې‌شمېره کورونه، روغتونونه او ښوونځي زیانمن شوي یا ویجاړ شوي. که دا جګړه دوام ومومي، موږ د یو ډیر پراخ بشري ناورین له خطر سره مخ یو. میلیونونه خلک د پولو اخوا تیښتې ته اړ کېدی شي.»

یادې شورا همدارنګه ویلي چې همکاران یې په خورا سختو او خطرناکو شرایطو کې کار کوي، څو د جګړې له امله بېځایه شویو کورنیو لپاره مرستې زیاتې کړي.

د ناروې د کډوالو شورا زیاتوي چې د ایران شخړې ټول اړخونه باید د نړیوال بشردوستانه قانون درناوی وکړي، په ټول منځني ختیځ کې په ملکي وګړو او ملکي زیربناوو بریدونه ودروي او د دې کړکیچ ډيپلوماټيکې حل‌لارې ته د رسیدو لپاره کار وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام