د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې هغه به د ایران د انرژۍ پر بنسټونو بریدونه د اپریل تر شپږمې پورې ۱۰ ورځې نور هم وځنډوي.
هغه ادعا کړې چې له ایران سره د سولې په اړه خبرې “ډېرې ښې” روانې دي.
د ایران یوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز اژانس ته ویلي، تهران کې چارواکو د امریکا د سولې وړاندیز ترلاسه کړی چې هغه یې “یو اړخیز او غیرعادلانه” بللی دی.
د ایران د روغتیا مرستیال وزیر علي جعفریان الجزیرې شبکې ته ویلي، پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونو کې لږترلږه ۱۹۳۷ کسان وژل شوي دي.
ټرمپ د تېرې یکشنبې په ورځ ګواښ وکړ چې که ایران په ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی خلاص نهکړي، نو د ایران د برښنا په شبکې به برید وکړي.
له ایران سره د امریکا او اسراییل د څلورو اونیو جګړې په ټول منځني ختیځ اغېزې کړي، زرګونه خلک په کې وژل شوي او د انرژۍ د بیو لوړېدو سره یې نړیوال اقتصاد ته زیان رسولی دی.