Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل کې د پټاقیو کارول؛ «فکر کوو بمبار دی»

e8492d76-34a5-4367-bb44-a4a144c3a571

د کابل ښار ګڼ‌شمېر اوسېدونکي د اختر شپو او ورځو پرمهال د پتاقیو د دېرې کارونې له امله شکایت کوي او له مسوولانو غواړي چې د دې کار مخه ونیسي.

د دوی په وینا، د پټاقیو کارولو خلک، په ځانګړې توګه ماشومان او لوړ عمرلرونکي کسان په وېره کې اچولي دي.

د کابل اوسېدونکي زیاتوي چې کله ناکله د پټاقیو غږ د امنیتي پېښو سره ګډوډېږي او د خلکو اندېښنه زیاتوي.

دوی یادونه کوي چې په دې وروستیو کې د پاکستان د بریدونو له امله خلک له اندېښنې او وېرې سره مخ دي، خو بیا هم ځینې خلک، په ځانګړې توګه ماشومان او ځوانان، د پټاقیو کارولو ته دوام ورکوي چې دا کار د ویرې او ناخوښۍ لامل ګرځي.

د کابل د سرای شمال سیمې اوسېدونکی محمد، د ښار په بېلابېلو برخو کې د پټاقیو له کارولو شکایت کړی او له کورنیو غوښتنه کوي چې خپلو ماشومانو ته اجازه ورنه کړي چې پټاقۍ واخلي او وې چوي.

هغه وايي: «ځینې پتاقۍ هغه اندازه زورور غږ لري چې انسان نشي کولی ویده شي. موږ چې په کور کې ناروغان او زاړه لرو، هغوی دومره فشار او تشویش کوي چې کله پتاقي اورېدل کېږي فکر کوي بمبار وشو.»

د خیرخانې سیمې اوسېدونکی احمد او د کوټې سنګي سیمې اوسېدونکې تهمینه هم د پتاقیو د کارونې د زیانونو یادونه کوي او وايي، د پتاقیو لوړ غږ ماشومانو ته ویره پیدا کوي او ځینې وخت فزیکي زیان هم رسوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل: «د پتاقیو کارول ښايي په ظاهره د خوشحالۍ د جشن لپاره یوه تفریحي وسیله ښکاري، خو د پتاقیو غږ ماشومان او سپین ږیري ویرولی شي، او حتی ځینې وختونه فزیکي زیان هم رسوي.»

نوموړې وویل: «د اختر شپو او ورځو کې ځوانانو ډېرې پټاقۍ وکارولې او له دې لارې یې ویره رامنځته کړه، دا کار د بې‌بندوباره خلکو عمل دی او له حکومت څخه غواړم چې د داسې خلکو مخه ونیسي.»

بل‌خوا د کورنیو چارو وزارت مسوولان وایي چې د پتاقیو د کاروونکو پر وړاندې جدي اقدامات پیل شوي او د دې سوداګري منع اعلان شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: «کورنیو چارو وزارت، پولیسو ته لارښوونې کړې چې د پتاقو د کارونې مخه ونیسي. د شپې او ورځي د استعمال محدودیت شته، موږ هڅه کوو ستونزې حل کړو او د پتاقو خرید او فروش منع شوی دی.»

په هېواد کې د پتاقیو کارول په ځانګړې توګه د اختر او نورو مناسبتونو پرمهال یو لرغونی دود ګرځېدلی دی. ډېری کورنۍ او ماشومان د خوښۍ لپاره پتاقۍ کاروي، خو د لوړ غږ او د بې‌ځایه کارونې احتمالي خطرونه د کلونو راهیسې د خلکو اندېښنه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام