د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش، اعلان کړی چې د نړۍ اقلیم په بېړني حالت کې دی. د هواپیژندنې نړیوالې ادارېWorld Meteorological Organization تازه راپور ښيي چې ټولې مهمې اقلیمي نښې د خبرداري په حالت کې دي.
ګوترېش نن دوشنبه، د مارچ ۲۳مه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې ځمکه له خپلې وسې هاخوا تر فشار لاندې ده او انسانانو په وروستیو یوولسو کلونو کې د ثبت شوې تاریخ تر ټولو ګرمو کالونو تجربه کړې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه ټینګار کړی چې د دې بحران د حل لپاره باید د علم، عقلانیت او عاجل اقدام پربنسټ لارې ولټول شي. ګوترېش ویلي: «انسانانو په یوولسو کلونو کې تر ټولو ګرم کلونه تجربه کړي. کله چې تاریخ یوولس ځله تکرار شي، دا نور تصادفي نهدی؛ دا د اقدام لپاره یو عاجل غږ دی.»
د هواپیژندنې نړیوالې ادارېWorld Meteorological Organization ویلي چې د هوا او سمندرونو ګرمښت، د یخچالونو ویلېدل او سختې اقلیمي پیښې له هغې ډلې، توده هوا او درانه بارانونه دوام لري چې د خلکو ژوند او شتمنۍ ته پراخې ستونزې او زیانونه رسوي.