د کیوبا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، کارلوس فرناندس ډي کُسیو، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له تازه ګواښونو وروسته وویل چې کیوبا د هر ډول احتمالي پوځي شخړې لپاره تیار دی.
رویترز خبري اژانس راپور ورکړی چې هاوانا او واشنګټن د روان میاشتې په پیل کې د خبرو میز ته کیناستل، په داسې حال کې چې د تېلو په اړه د امریکا تحریمونه د کمونیسټ رژیم اقتصاد لاهم له کړکېچ سره مخ کړی دی.
د امریکا ولسمشر تېره دوشنبه په خپلو څرګندونو کې پر کیوبا خپل ګواښونه زیات کړل او ویې ویل چې د دې هېواد نیول، به د هغه لپاره ویاړ وي.
د کیوبا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د تلویزیون له لارې په څرګندونو کې وویل: «زموږ هېواد تل چمتو دی چې د یوه متحد ملت په توګه د هر ډول پوځي تجاوز پر وړاندې ودریږي… موږ باور نهلرو چې دا پېښه رښتینې وي، خو که چمتو نه شو، سادهلوح به یو.» هغه زیاته کړه: «موږ نه پوهېږو چې ولې باید داسې پېښه وشي او هېڅ دلیل ورته نه وینو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کیوبا چارواکي ټینګار کوي چې په واشنګټن سره د خبرو په جریان کې د رژیم د جوړښت، مشرتابه یا غړو د بدلون په اړه هېڅ مذاکره نه کېږي. د ډيکُسیو په وینا، د رژیم بدلول په هیڅ ډول د هاوانا او واشنګټن د مذاکراتو اجنډا کې نه دی.
په ورته وخت کې، د امریکا د جنوبي امریکا د ځواکونو لوړپوړي قوماندان تېره پنجشنبه قانون جوړونکو ته وویل چې امریکایي پوځ د کیوبا د برید لپاره تمرین کوي او یا د دې جزیرې د نیولو فعال پلان نهلري.