Asset 1SWN

سلام وطندار

د هواپېژندنې نړیواله ورځ؛ ۲۰۲۵کال د تاریخ دویم ګرم کال ثبت شوی

heat-1

د هوا پېژندنۍ نړیوال سازمان(WMO)  وايي چې له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۵ کلونو پورې د نړۍ په ثبت شوي تاریخ کې تر ټولو ګرمه یوولس کلنه دوره بلل شوې او ۲۰۲۵کال د دویم یا درېیم تر ټولو ګرم کال په توګه ثبت شوی دی.

دغه سازمان نن دوشنبه، د مارچ ۲۳مه، ویلي چې د ځمکې د اقلیم تودوخه لاهم په زیاتېدو ده او د هوا او سمندرونو ګرمېدل له دوامداره یخ‌ویلي (د یخچالونو ذوب) سره مل دي.

راپور زیاتوي چې سخت اقلیمي پېښې له هغې ډلې ګرمي او درانه ورښتونه، په بېلابېلو سیمو کې د پراخو زیانونو او ګډوډیو لامل شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


WMO  همداراز خبرداری ورکړی چې د ځمکې د انرژۍ ناتوازن په تېرو ۶۵ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی چې دا د اقلیمي بدلونونو د چټکتیا څرګندونه کوي.

د راپور له مخې، د ځمکې اقلیم د تاریخ تر بل هر وخت ډېر بې‌ثباته شوی، ځکه د شنوګازونو زیاتوالی د فضا او سمندرونو د لازیات تودېدو او د یخونو د دوامدار ویلي‌کېدو سبب ګرځي.

سازمان ټینګار کړی چې دا چټک او پراخ بدلونونه که څه هم په وروستیو څو لسیزو کې رامنځته شوي، خو منفي اغېزې به یې د سلګونو او ښايي زرګونو کلونو لپاره دوام وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام