Asset 1SWN

سلام وطندار

شرافت زمان امرخېل: اوس هم د لسګونه قربانیانو جسدونه عدلي طب کې دي

شرافت زمان امرخېل

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي، کابل کې د روږدو د درملنې په مرکز د پاکستان وروستي برید کې د قرباني شویو ملکیانو لسګونه جسدونه اوس هم د عدلي طب ریاست کې دي.

هغه نن شنبه د ۱۴۰۵ کال د حمل لومړۍ / مارچ ۲۱ یوه خبرتیا کې ویلي، د دغو جسدونو هویت مالوم نه‌دی او کورنیو یې مراجعه نه ده کړې.

نوموړي هیله ښوولې، هغه کورنۍ چې ناروغ یې نادرکه دی، د کابل عدلي طب ریاست ته دې مراجعه وکړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاته کړې، دا چې د وروستۍ پېښې په جریان کې سلګونه هېوادوالو ژوند له لاسه ورکړی، د ځینو یې د تدفین مراسم ترسره او ځینې یې د څو ورځو په جریان کې کورنیو ته وسپارل شول.

خبرتیا کې ویل شوي: «دا چې د وروستۍ پېښې په جریان کې سلګونه هېوادوالو ژوند له لاسه ورکړی، د ځینو یې د تدفین مراسم ترسره او ځینې یې د څو ورځو په جریان کې کورنیو ته وسپارل شول، خو لا هم لسګونه جسدونه د عدلي طب ریاست کې شتون لري چې هویت یې نه‌دی مالوم او کورنیو یې مراجعه نه‌ده کړې.»

دا داسې مهال دی چې د اختر په ورځ هم کابل کې د پاکستان د وروستي برید د قربانیانو یو شمېر کورنیو ویلي، د خپلو عزیزانو په لټه کې دي.

د دوی په وینا، لا هم د خپلو عزیزانو د ژوند او مرګ په مالومولو کې سرګردانه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام