د سترې محکمې د رؤیت هلال مرکزي کمېټې له هېوادوالو غوښتنه کړې چې نن مازدیګر په خپلو سیمو کې د شوال میاشتې د لیدلو لپاره هڅه وکړي.
سترې محکمې نن چهارشنبه د حوت ۲۷ / مارچ ۱۸ یوه خبرپاڼه کې ویلي، که هر څوک سپوږمۍ وویني، نو خپل مالومات دې اړوندو محاکمو او مسوولو ادارو سره شریک کړي.
خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د شاهدانو شهادت به د شریعت اصولو په اساس وارزول شي او د کوچني اختر اعلان به د رؤیت هلال مرکزي کمېټې پلاوي له لوري ترسره کیږي.