د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشدخان کابل کې د پاکستان د بېګاني مرګوني برید په غبرګون کې ویلي چې پر ملکیانو برید جنګي جرم دی.
هغه نن سهشنبه، کب ۲۶مه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې پلازمېنه کابل ښار کې د پاکستان وروستي برید له امله اوښتې مرګژوبلې ته خواشینی دی.
نوموړي زیاته کړې چې ورته پېښې به یوازې د وېش او کرکې رامنځتهکېدو لامل شي.
راشدخان لیکلي: «د ملکي کورونو، تعلیمي مرکزونو یا روغتیايي بنسټونو په نښه کول، که قصدي وي او که د تېروتنې له امله، یو جنګي جرم دی. د انساني ژوند پر وړاندې دا ډول بېپروايي، په ځانګړي ډول د رمضان په مبارکه میاشت کې، ډېر دردونکې او د اندېښنې وړ ده.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
راشدخان پر ملګروملتونو او د بشري حقونو سازمان باندې غږ کړی چې وروستۍ پېښه په بشپړه توګه وڅېړي او عاملین یې حساب ورکولو ته مجبور کړي.
د پاکستان په بېګاني برید کې چې د روږدو کسانو د درملنې په یوه روغتون شوی، شاوخوا ۴۰۰ کسان شهیدان شوي او ګڼشمېر نور ټپیان دي.