د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاده ویلي، له اسلامي نړۍ سره د اسلامي اخوت او له نورو هېوادونو سره د اسلامي اصولو په اساس اړیکې غواړي.
هغه نن دوشنبه د حوت ۲۵ / مارچ ۱۶ د کوچنۍ اختر په مناسبت پیغام کې له ټولو خواوو غوښتنه کړې چې د افغانانو باورونو او ارزښتونو ته درناوی او په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه ونهکړي.
شیخ هبتالله اخندزاده ویلي، اسلامي امارت د نړۍ په هره برخه کې د مسلمانانو پر وړاندې ناوړه کړنې او د هغوی پر حقوقو تېری ظلم بولي او په کلکو ټکو یې غندي.
نوموړي د امنیتي ځواکونو پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي، د امنیتي ارګانونو د هڅو پایله ده چې د دښمن دسیسې ختمې شوي.
هغه زیاته کړې، ټول دې د تېر په څېر د فرمانونو، حکمونو او قوانینو اطاعت ته دوام ورکړي.
شیخ هبتالله اخندزاده ویلي: «د اسلامي امارت په راتګ سره افغانانو ته الله تعالی له کلونو مخالفتونو او جګړو وروسته د وحدت او اتفاق ښه فرصت برابر كړی، راځئ له دې فرصت ګټه واخلو، خپل وحدت او یووالی چې زموږ ټولو د بریا او عزت راز دی، لا زیات پیاوړی کړو، د دښمنانو دسیسو ته متوجه واوسو، له خپل اسلامي او شرعي نظام او حاکمیت څخه په هر میدان کې کلکه دفاع وکړو او د همدې نظام تر چتر لاندې په عزت کې ژوند وکړو.»
د اسلامي امارت مشر د اختریز پیغام یوه برخه کې د هېوادوالو پر یوالي هم ټینګار شوی او ویلي، د مسلمانانو عزت، کامیابي او سر لوړي د هغوی په یوالي او ورورولۍ کې دی، نو افغانان دې خپل یووالی لا پياوړی کړي او د هر ډول سمتي، ژبني او قومي تعصباتو څخه ځانونه وساتي.