د کندوز د امنیې قومندانۍ ویاند جمعهالدین خاکسار وویل، ناپېژانده کس د دغه ولایت امامصاحب ولسوالۍ کې یوه ډاکټره وژلې.
هغه نن وویل، پېښه د پنجشنبې په ورځ مازیګر مهال د امامصاحب ولسوالۍ څلورمه امنیتي حوزه کې شوې.
د ده په وینا، دغه ډاکټره هغه مهال ووژل شوه کله چې له خپل درملتون څخه کور ته تر رسېدو وروسته، د ناپېژانده کس له لوري پرې د چاقو ګوزارونه وشول.
د یادونې ده چې د پېښې په تړاو څېړنې پیل شوي، څو عامل یې ونیول شي.