یو شمېر نجونې وایي چې د خورلڼو کوچنۍ دوستانه کړۍ او د څو نږدې دوستانو لرل لامل شوي چې په دې ورځو کې لږ ذهني فشار تجربه کړي.
د دوی په باور، د «خورلڼو» اړیکې او کوچنۍ دوستانه کړۍ داسې فضا برابروي چې انسان پهکې کولی شي پرته له دې چې د قضاوت له وېرې سره مخ شي، خپلې خبرې وکړي او واورېدل شي.
په دې کړۍ کې چې معمولاً څو نجونې سره راټولیږي، دې وروستیو کلونو کې د نجونو د ټولنیز ژوند یوه برخه ګرځېدلې.
یو شمېر نجونې وایي چې ملګرتیا یوازې یوه ساده اړیکه نه ده، بلکې داسې فضا ده چې انسان پهکې کولی شي پرته له وېرې خپلې خبرې وکړي او اورېدونکی پیدا کړي.
د کابل اوسېدونکې سمیه چې ۲۴ کاله عمر لري وایي، د هغې د ملګرو کړۍ له پنځو نجونو جوړه ده؛ هغه ملګرې چې ډېری یې د پوهنتون له وخته پېژني.
هغې وویل، هغه کوچنی ملاتړ چې د خپلو ملګرو له څنګ څخه ترلاسه کوي، سبب شوی چې ډېر کم رواني فشارونه احساس کړي.
«کله چې پوهنتون وتړل شو او ډېر فرصتونه له منځه ولاړل، موږ بیا هم له یو بل سره په اړیکه کې پاتې شو. موږ ډېری وخت یوازې د دې لپاره یو بل ته پیغام استوو یا سره ګورو چې د یو بل حال واخلو. کېدی شي دا کار ډېر ساده ښکاره شي، خو همدا لنډې خبرې موږ ته دا احساس راکوي چې یوازې نه یو. کله چې زموږ له ډلې څخه څوک سخته ورځ ولري، نور هڅه کوي په ټوکو، خبرو یا حتا یوازې په اورېدو سره د هغه حالت ښه کړي.»
د کابل بله اوسېدونکې زینب چې ۲۷ کلنه ده وایي، هغه هم د ملګرو یوه کوچنۍ کړۍ لري چې تل هغې ته هوساینه او ارامي وربښي.
د هغې په وینا، د خپلو ملګرو ترڅنګ ځان خوندي احساسوي او د هغوی شتون ورته د ذهني سکون سبب ګرځي.
«زه هم کار کوم او هم د کور مسوولیت لرم، ژوند هم اوس له ګڼو ستونزو او بوختیاوو ډک دی. کله ناکله داسې ستونزې وي چې له کورنۍ سره یې شریکول اسانه نه وي. خو کله چې له خپلو دوستانو سره، چې همکاران مې هم دي، نږدې خبرې کوم، یو ډول سپکوالی احساسوم؛ ځکه موږ ورته تجربې لرو او همدې کار موږ ته دا اسانتیا برابره کړې چې یو بل ښه درک کړو. کله ناکله یوازې د دې جملې اورېدل چې: “زه هم ستا په شان یم، درک کوم دې”، ډېر مهم وي او موږ یو بل هڅوو.»
خو په دې منځ کې داسې کسان هم شته چې له ملګرتیا څخه یې ترخې تجربې لرلې، هغه تجربې چې د ناخوښۍ اغېز یې تر کلونو د هغوی په ذهن کې پاتې کېږي.
په مستعار نوم سارا چې ۲۴ کلنه ده وایي، په ژوند کې یې تر ټولو ډېر زیان له خپلې نږدې ملګرې لیدلی او دا لامل شوی چې اوس په سختۍ سره پر چا باور وکړي.
«زما ټولې ملګرې تل ښې نهوې، خو که د خپلې یوې مهمې تجربې یادونه وکړم، ما یوه ډېره نږدې ملګرې درلوده چې هر څه مې ورسره شریکول او پر هغې مې باور درلود. خو له څه مودې وروسته پوه شوم چې ځینې خبرې چې ما یوازې ورته کړې وې، د نورو غوږونو ته رسېدلې دي. د ژوند رازونه مې افشا شوي وو او ډېرو کسانو له همدې فرصته زما پر ضد استفاده وکړه؛ ان په مال یې ملنډې وهلې. دا راته ډېرې سختې ورځې وې. له هغه وروسته بیا د پخوا په څېر له چا سره نږدې کېدل راته اسانه نهدي. اوس خپل شخصي مسائل له نورو سره لږ شریکوم. ښايي لا هم ملګرې ولرم، خو باور کول بیا دومره اسانه نه راګرځي.»
د دغو نجونو له ډلې فرشته هم وایي، کله ناکله د ملګرو ترمنځ ناسم پوهاوی رامنځته کېږي، خو د ملګرتیا د ساتلو هڅه اړیکې لا ژورې او پیاوړې کوي.
یو شمېر ټولنپوهان او ارواپوهان وایي، د نږدې ملګرو لرل کولی شي د یوازیتوب احساس او رواني فشارونه کم کړي.
دوی زیاتوي چې دا ډول اړیکې خلکو ته دا فرصت برابروي چې خپل احساسات څرګند کړي او د نورو له عاطفي ملاتړ څخه برخمن شي.