د لبنان بیروت ښار کې د اسراییلي پوځ ننني هوايي برید کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، دغه برید نن سهار مهال د بیروت ښار د ساحلي سیمې «رملېت البیضا» کې شوی.
دا د ایران جګړې له پیل راهیسې د لبنان بیروت ښار کې درېیم برید بلل کېږي.
اسراییلو همدارنګه د بیروت پر سویلي سیمو څو ځله بریدونه کړي چې د اسراییلو پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل، په دغو سیمو کې یې د حزبالله لس هدفونه په نښه کړي دي.
ورته وخت کې د اسراییل پوځ هم ویلي چې د چهارشنبې په شپه یې د بیروت ښار په جنوبي سیمو کې د حزبالله پر هدفونو هوايي بریدونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د لبنان حزبالله ډلې اعلان کړی چې د اسراییلو پر ضد یې نوي او پراخ پوځي عملیات او بریدونه پیل کړي.
حزبالله ویلي، نن سهار یې تلابیب ښار ته نژدې په شاوخوا کې د اسراییلو د پوځ د استخباراتي مرکز پر یوې اډې توغندي وېشتلي دي.